امنیت

دملي اردو لوى درستيز : دطالبانو عمري عمليات ناکام شوي دي .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دملي اردو لوى درستيز  وايي دطالبانو عمري عمليات دپروګرام له مخې  خپلو هدفونو ته نه دي رسيدلي .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې:  دملي اردو لوى درستيز قدم شاه شهيم پرون د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندان دمعرفي کولو په وخت کې وويل: د وسله والو طالبانو  عمري عمليات او دهغوى نورې سترې تروريستي توطيې  دافغان امنيتي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخامخې شوې دي او وسله وال  طالبان  په تيرو څلورمياشتو کې په دې نه دي بريالي شوي  خپلو ټاکلو هدفونو ته ورسيږي .
دشهيم دڅرګندونوله مخې : وسله والو طالبانو دعمري عملياتو په ترسره کولو سره هلې ځلې کولې چې دافغانستان په جنوبي ، ختيځو ، شمالي او شمال ختيځو  ولايتونوکې يولړ سترو تروريستي فعاليتونو ته سازمان ورکړى او مهم سياسي شخصيتونه ترور کړي چې بريالي نه شول .
  دملي اردو لوى درستيز  زياته کړه چې دطالبانو عمري عمليات ناکام شوى دى او په  تبليغاتو  پرته بل څه   نه درلود .
شهيم دغه راز وايي طالبان اونورې  ډار اچوونکي ډلې اوس هم  دامنيت دګډوډولو دخلکو ترمنځ د ډار او وحشت دفضا په برابرولو  خونړيوتروريستي بريدونو دسيسو ، دملي  ، سياسي سترو شخصيتونو  ځوانانو، عالمانو او د هېواد دامنيت دګډوډولو په لټه کې دي او تاسې افغان امنيتي  ځواکونه بايد ددغه شان تروريستي او ورانکارو فعاليتونو مخه ونيسې  اوستاسې تدبيرونه  ځواکمنۍ او قوت له پخوا څخه زيات دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته