ټولنه

پنځه تنه په دايکنډي کې په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل/د غبرګولې ١٥مه /باختر
د دايکنډي په اشترلي ولسوالۍ کې نن په يوه ترافيکي پېښه کې د يوفلانکوچ موټر پنځه تنه سپرلۍ ووژل شوې.
د دايکنډي د ترافيکومدير رحمت الله ابراهيمي رسنيوته وويل: دغه پېښه د اشترلي ولسوالۍ په سراب سيمه کې له واټ څخه د دغه موټر د وتلو اوچپه کېدو له امله رامنځته شوه .
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ٥ تنه ووژل شول اوڅو تنه نور چې شمېر يې معلوم نه دى ټپيان شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته