امنیت

پنځه تنه په نیمروزکې د جنايي جرمونوپه اړوند ونیول شول

کابل / د مرغومي / ۱۱ / باختر
د نیمروز مرکز زرنج ښارکې امنیتي منسوبینو د جنايي جرمونوپه اړوند د پنځوتنود نیولو خبرورکړ.
د زرنج ښاریوه امنیتي مسوول د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدیریت منسوبینو نن پنځه تنه د زرنج ښارپه مربوطاتوکې د غلا او د خلکو د ځورونې په اړوند ونیول.
د خبرځای د څرګندونوله مخې، نیول شوي کسان د امنیتي منسووبینو ترڅارنې لاندې دي.
نیول شوي کسان په خپل جرم اعتراف کړی دی او پېښه ترڅارنې لاندې ده.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته