امنیت

پنځه ديرش وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل /د کب ٢مه /باختر
پنځه ديرش وسله وال طالبان په هلمند کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول او٨ نور ټپيان شول.
دغه طالبان تېره شپه د لشکرګاه ښار ته څېرمه او د نهر سراج اود ناوې په ولسواليو کې
د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل ته چمتو کېدل چې له ځمکې او هوا څخه پرې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو جګړوکې ٣٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
په وژل شويو کسانوکې د طالبانو د ډلې دوه قوماندانان او ٧ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ د طالبانو د وسلو اومهماتو يوه ډيپو د نادعلي ولسوالۍ له مربوطاتو څخه کشف شوه . پوليس وايي له دغه ډيپو څخه يوشمېر بمونه اوماينونه او نور جنکي وسايل ترلاسه شوي دي.
د دغه ډيپو د ساتنې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې افغان ځواکونو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٥ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
پوليس وايي د دغوماينونود ښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته