امنیت

پنځه دېرش طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
پنځه دېرش وسله وال طالبان تېره شپه په بدخشان کې ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه وسله وال طالبان له څلورو استقامتونو د بدخشان پر مرکز فيض آباد ښار بريدونه وکړل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له سخت مقاومت سره مخ شول چې په پایله کې ٣۵ طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې په دغو جګړو کې ٢۵ نور طالبان ټپيان او يوشمېر نور يې ونيول شول او د هغوى جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
اشرفي – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته