اقتصاد

پنځه سوه متریک ټنه غنم دایکنډي ته ورسېدل

کابل / د غبرګولي ۱۷ / باختر
پنځه سوه متریک ټنه غنم چې تېرکال د کرنې وزارت له لوري د بېوزلو او د کرونا ویروس د زیانمنو شویو کورنیو لپاره دایکنډي ته تخصیص ورکړشوی و له طبیعي پېښوسره د مبارزې وزارت په همکاری دغه ولایت ته ورسېدل او د دغه ولایت د کرنې ریاست په ګوډام کې تش شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې، سږکال په دایکنډي کې د وچکالۍ له امله چې په ځینو سیمو کې د للمي او اوبنیزوغنمو کرکیلې له منځه تللي دي زیات خلک خوراکي توکوته اړتیا لري.
د دایکنډي د کرنې ریاست دغې ستونزې ته په پاملرنې سره له دولتي بنسټونواو دونرونوڅخه د زیاتو خوراکي توکو مرستې غوښتنه وکړه.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته