امنیت

پنځه طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون له غرمې وروسته په بلخ کې ووژل شول او شپږ نور یې ونیول شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: د ملي اردو په هغو عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په اغرسايي کلي کې ترسره شول؛ پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور یې ونيول شول.
رضايي زياته کړه: په عملياتو کې دغه راز يو طالب ټپي شو، د دښمن شپږ موټرسايکلونه او څو وسلې ترلاسه شوې او درې ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړاى شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته