خبرونهامنیت

پنځه طالبان په تخار کې ووژل شول

۴۷- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
امنيتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه په خواجه غار ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو
ډله ييز بريد په شاوتمباوه.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو
د خواجه غار ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو
له غبرګون سره مخ شول.
اسير زياته کړه: په بريد کې د وسله والو طالبانو د لايزري قطعې مرستيال صادق
په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او څو نور یې ټپيان شول.
په دې پېښه کې يو امنيتي منسوب ټپي شو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته