۴۷- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون له غرمې وروسته په سرپل کې ووژل شول.
د ٢٠۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې پر دغو طالبانو هغه وخت هوايي بريد وشو چې غوښتل يې د سرپل د ګوسفندي ولسوالۍ په لرک کلي کې پر امنيتي پوستې بريد وکړي.
رضايي زیاته کړه چې په هوايي برید کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوی يو مرکز له وسلو سره یې له منځه يوړل شو.
پاى \ ذ
16 د یوې دقیقې څخه لږ