امنیت

پنځه طالبان په سرپُل کې ووژل شول

کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه جګړه د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالۍ په فیض آباد کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو له برید وروسته ونښته چې د امنیتي ځواکونو د مقاومت په پایله کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
خبرځای زیاته کړه چې د دښمن جنګي وسلې او مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته