خبرونهامنیت

پنځه طالبان په فارياب کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول

٣٢- کابل /د سلواغې ٤مه/باختر
پنځه وسله وال طالبآن نن په فارياب کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د فارياب د قيصار ولسوالۍ د پل نهرين په ساحه کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې ماين ښخ کړي چې ماين وچاودېد او هغوى يې ووژل.
خبرځاى زياته کړه په دې پېښه کي پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نورټپيان شول.
ختم_ ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته