Uncategorized

پنځه طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي٣٠ مه/ باختر
پنځه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول او ١١ نورټپيان شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د فارياب د المار ولسوالۍ په بخاري قلعه او د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې له افغان ځواکونو سره د نښتو پرمهال هوايي بريدونو کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه چې په دغو پېښو کې ١١ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی يوه قرارګاه هم له منځه يووړل شوه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته