امنیت

پنځه طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان په لغمان کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په الینګار ولسوالۍ کې هغه وخت برید وشو چې د پوځیانو پر پوستو یې بریدونه وکړل.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو ۵ غړي وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته