خبرونهامنیت

پنځه طالبان په نیمروز کې ووژل شول

۳۳- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د وسله والو طالبانو دوه سرګروپان له درېو افرادو سره یې پرون په نیمروز کې ووژل شول.
د نیمروز یوه امنیتي مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ د ۹ نمبر لویې لارې په تګلوري کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو برید وکړي.
هغه وویل چې هوایي قوتونو پر یادو طالبانو برید وکړ چې په پایله کې د قادر او احسان په نومونو د دوی د دوو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او اته نور یې ټپیان شول.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته