امنیت

پنځه طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۸ باختر
پنځه وسله وال طالبان په هرات کې له پوځيانوسره په جګړو کې ووژل شول او ۶ نورټپیان شول.
دغه جګړې تېره شپه په کهسان او شنډنډ ولسوالیوکې د پوځيانو پرپوستو د طالبانو د بریدونوپه ترڅ کې ونښتې.
د هېواد په لویدیځ کې د ظفرقول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي ډي چې په دغو جګړو کې ۵ طالبان ووژل شول او ۶ تنه نورټپیان شول.
طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، پوځيانو د هرات په ګن مېشتولارو کې د ۱۷ ماینونوپه کشفولواو شنډولوسره د یولړچاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخوونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته