خبرونهامنیت

پنځه طالبان په پلخ کې ووژل شول

٤١- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
پنځه وسله وال طالبان نن له غرمې مخکې په بلخ کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې د بلخ د چاربولک ولسوالۍ د زيک زيک په کلي کې په هوايي بريد کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول .
رضايي زياته کړه چې په دې هوايي بريد کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى اډه هم ويجاړه شوه.
دغه بريد له هغه وروسته وشو چې طالبانوپه دغې ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د پوستو د يرغل نيت درلود.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانوبريد شنډ شوى و اود دوى ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول.
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته