امنیت

پنځه ملکيان په هرات- قندهار لويه لاره کې ټپيان کړل

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
پنځه ملکيان تېرماښام د هرات- قندهار لويې لارې د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماين په چاودنه کې ټپيان شول.
د هرات د عامې روغتيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د دې پېښې ټپيان ۳ ښځې، يو ماشوم او يو نارينه دى چې د دوى د سپرلۍ موټر پر ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
هغه زياته کړه: د پېښې ټپيان د هرات روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
سيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان د دغې ماين ښخونې عامل بولي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته