کابل /د وري ٢٤مه /باختر
پنځه وسله وال طالبان په بلخ کې د عملياتو په بهير کې ونيول شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه په داسې حال کې چې په نهر شاهي ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و د کوماندو د ځواکونوله خوا پرې بريد وشو او ونيول شول.
د ځانګړو عملياتو د قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغو وسله والوطالبانو يوشمېر جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ختم-ج –ا