خبرونهامنیت

پنځه وسله وال طالبان په دايکنډي کې ونيول شول

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
د دايکنډى د ملي امنيت د رياست منسوبينو٥ وسله وال طالبان په دغه ولايت کې ونيول.
د دايکنډي د ملي امنيت د رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان د دغه ولايت د ملي امنيت د منسوبينو په عملياتو کې چې د پاتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول ، ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه : نيول شويو کسانو په تروريستي فعاليتونو ، ماين ښخوونو او د دولتي کارکوونکو په وژنو کې لاس درلود.
له دغو طالبآنو څخه ٩ کلاشينکوفونه، يوه پيکا، ٥ تومانچې، يوتوغندى ويشتونکى،يو فلانکوچ موټر اودوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته