خبرونهامنیت

پنځه ویشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

۵- کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
په روزګان کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کې ٢٥ طالب جګړه ماران ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه هغه وخت هوايي بريد وشو چې په دهراوود ولسوالۍ د پوځيانو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغه هوايي بريد کې د څو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
قول اردو ويلي دي چې پر دغو طالبانو هغه وخت بريد وشو چې د پوځيانو پر امنيتي پوستو يې بريدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته