امنیت

پنځه پنځوس تنه وسله وال طالبان د فراه په ګلستان کې ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د فراه ولايت ګلستان ولسوالۍ ته د نومول شوي ولسوال مولوي عبدالرازق راشد په ګډون پنځه پنځوس تنه وسله وال طالبان پرون د دغه ولايت د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي پوليسو او دملي اردو د ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو په هغو ځانګړو عملياتوکې چې دفراه ولايت دګلستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د مولوي عبدالرازق راشد په ګډون پنځه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات د وسله والوطالبانوله شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د فراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ د چنارها، قلعه ميان، قلعه ګيم، قله نو او د ګراني په سيموکې ترسره شول او اوس هغه امنيتي ستونزې چې پخوا په دغو سيموکې وې؛ له منځه تللي دي.
د يادونې وړ ده چې د عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته