ټولنه

په اسلام قلعه بندر کې د تېلو لسګونه ټانکرونه وسوځېدل

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
د هېواد په لوېدیځ د هرات په اسلام قلعه بندر کې د تېلو لسګونه ټانکرونه وسوځېدل او وچاودېدل.
د رارسېدلو خبرونو له مځې؛ دغه اورلګېدنه لومړۍ د تېلو په یو تانکر کې رامنځته شوه چې په لږ وخت کې لسګونو نورو ټانکرونو اور واخیست.
له اورلګېدنې وروسته څو نورو ټانکرونو چې له ګاونډیو هېوادونو څخه ګاز او تېل لېږدولي وو؛ وچاودېدل.
تراوسه د احتمالي زیانونو ارقام نه دي معلوم.
د باختر آژانس سیمه ییز خبریال د اسلام قلعه له بندر څخه رپوټ ورکړ چې د اور وژنې ډلې په زیاتو هلوځلو سره وکولای شول د اور د پراختیا مخه ونیسي.
د هرات والي سید وحیدالله قتالي د ایران د اوروژنې له ځانګړو ډلو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او دغه راز وویل چې هلې ځلې کوي د اور د کنټرول لپاره له کابل څخه هم د اوروژنې ډله هرات ته راشي.
د اسلام قلعه بندر تل ایران او ترکمنستان ته او له یادو هېوادونو افغانستان ته د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد ډګر دی.
په افغانستان کې زیاتره مصرفي تېل هم له دغه بندرڅخه د هېواد بازارونوته واردېږي.
د دغه خبر جزئیات وروسته خپرېږي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته