سیاستTOP

په افغانستان کې د حقوقي او جنايي بندیانو دوسیې څېړل کېږي

کابل / د لیندۍ ۲ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې چې د ټولو حقوقي او جنايي بندیانو دوسیې وڅېړل شي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د بندیانو او توقیف شویو کسانو وضعیت ته د پاملرنې لپاره ټولو اړوندو ادارو ته حکم شوی چې بندیان له ټاکلې نیټې زیات بې سرنوشته ونه ساتي او دوسیې یې محاکمو ته راجع کړي او د هغوی اړتیاوې پوره او د حقوقو پوره رعایت دې یې وشي.

په غونډه کې د سترې محکمې په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو لوی ریاست له استازو څخه متشکل هیئت ته دنده سپارل شوې چې د ټولو حقوقي او جنایي بې سرنوشته بندیانو د دوسیو څېړنه وکړي او د شریعت په رڼاکې دې د هغوی د برخلیک معلومولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

دغه راز په غونډه کې د هغو شخصي کورونو او وسائطو لپاره  چې له پخوانیو چارواکو پاتې دي، یا یې مالکان نه دي معلوم، د تثبیت او بېرته خپلو مالکانو ته د سپارلو لپاره یې د چارو ادارې د عملیاتي ادارې د مشر مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ هیئت ټاکل شوی چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، استخباراتو، ښاروالۍ او سمع شکایاتو استازي هم په کې ګډون لري. دوی به د دغو کورونو او وسائطو دقیقه څېړنه کوي او خپلو مالکانو ته به یې سپاري.

د کابینې په غونډه کې د ځنګلونو وهلو د مخنیوي په برخه کې د ټاکل شوي هیئت نظر او طرحه هم تائید شوې او هیئت ته دنده سپارل شوې چې د عملي کار پیلولو لپاره اړوندو ولایتونو ته سفرونه وکړي  او د ځنګلونو وهلو مخنیوی وکړي. دغه راز د ځنګلونو او ونو وهلو لپاره د برقي ارو پر استعمال مطلق بندیز ولګید او عاملین یې د مجازات وړ وبلل شول. د کابینې په غونډه کې د اپټا قرارداد، د مدارسو د فارغینو د اسنادو ارزیابي او نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او مهمې پریکړې وشوې.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته