امنیت

په افغانستان کې د رسنيو د ښځينه کارکوونکو ترور سخت غبرګونونه راپارولي دي

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
په افغانستان کې د رسنيو د درېو ښځينه کارکوونکو ترور سخت کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
د يوې سيمه ييزې رسنۍ درې ښځينه کارکوونکې پرون د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې په دوو جلاجلا بريدونو کې ووژلې شوې او دوه نورې ښځينه لارويانې ټپيانې شوې.
دغو کارکوونکو په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي راډيو ټلويزيون د دوبلې په برخه کار کاوه.
د ننګرهار پوليسو له یادو پېښو څو ساعته وروسته اعلام وکړ چې د دغو هدفي وژنو طراح او اجرا کوونکى نيولى دى.
نيول شوی سړى قاري بصير نومېږي او ويل کېږي د وسله والو طالبانو ډلې غړى دى.
هغه له يوې تومانچې سره په داسې حال کې چې په يوه ريکشا کې روان و، ونيول شو.
دغه بريد د انعکاس ټلويزيون د خبريالې ملالې ميوند او د هغې د موټر چلوونکي له ترور څو مياشتې وروسته ترسره کېږي.
د افغانستان حکومت وسله وال طالبان د هدفي وژنو او په تېره بيا په هېواد کې د خبريالانو او مدني فعالانو د وژلو مسوول بولي، خو وسله والو طالبانو په دغو بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
د هېواد جمهوررييس محمد اشرف غني دغه بريدونه وغندل او هغه د بيان آزادۍ او د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار وباله.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د خبريالانو مدافع بنسټونه د دغو بريدونو د غندلو ترڅنګ له امنيتي بنسټونو څخه غوښتي دي چې د دغو پېښو د عاملينو د موندلو او نيولو لپاره هڅې وکړي.
په کابل کې د امريکا سفارت او په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د نمايندګۍ دفتر هم یاد بريدونه غندلي دي.
د امريکا د بهنرنيو چارو وزارت او د ملګروملتو سازمان هم د دغو بريدونو په غندلو سره په افغانستان کې د هدفي وژنو له دې جملې څخه د خبريالانو او مدنې فعالانو د وژلو د پاى ته رسولو غوښتنه کړې ده.
افغانستان په نړۍ کې د خبريالانو او مدني فعالانو لپاره خونړى هېواد بلل شوى دى.
يوازې په وروستيو درېو مياشتوکې شپږ خبريالان او رسانه يي کارکوونکي په افغانستان کې ترور شوي دي.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته