روغتیا

په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو په اړه د ژغورنې نړیوالې کمیټې اندیښنې

کابل /دمرغومی ۱۸مه /باختر
د ژغورنې نړیواله کمیټه وایي: اټکل کېږي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې په سلو کې نوي روغتیایي مرکزونه وتړل شي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ژغورنې نړیوالې کمیټې د یو رپوت په خپرولو سره ویلي دي چې افغانستان په انساني بحران د اخته هېوادونو د نوملړ په سرکې ځای لري او د روغتیایي مرکزونو په احتمالي تړل کېدو سره به میلیونو نه افغانان له روغتیایي خدمتونوڅخه بې برخې شی.
د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې په دروغتیایي برخو کې د ستونزو د زیاتوالي دلیل په دغه هېواد کې وروستي سیاسي بدلونونه او د دغه هیواد د شتمنیو کنګل کېدل بللي او ویلي دي چې اقتصادي ستونزو ته د نه پاملرنې په صورت کې به په روان میلادي کال کې د افغانستان خلک د بېوزلۍ د پراختیا او د انساني بحران د زیاتوالي شاهدان وي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولینوو ویلي وو چې نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد د روغتیا په برخه کې سیاسیي چلند ونه کړي.
دعامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې نړیوالې مرستې باید له سیاسي ملاحظاتو پرته ترسره شي. ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته