خبرونهTOPرپوټونه

په افغانستان کې د لسو چينايي اتباعونيول او سپارل د چين د بهرنيوچارو وزارت بې خبري څرګنده کړه

کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
په داسې حال کې چې يوشمېر رسنيو د جاسوسۍ په تور د ١٠ چينايي اتباعو نيولواو د هغوى هېواد ته د هغو د سپارلو خبر ورکړ خو د چين د بهرنيو چارو وزارت د دغه رپوټ په نسبت بي خبري څرګنده کړه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ يوه مياشت مخکې يوشمېر کورنيو رسنيو او له هغه وروسته د هندوستان تايمز ورځپاڼې خبر ورکړچې ١٠ چينايي اتباع د جاسوسۍ په تور د کابل ښار د څلورمې کارتې او شيرپور څخه ونيول شول.
وروسته همدغو رسنيو خبر ورکړ چې نيول شوي چينايي اتباع د افغانستان د جمهور رييس په لارښوونه چين ته وسپارل شول.
د رويترز خبري اژانس هم ليکلي دي ١٣ جينايي اتباع چې د ساختمانې کارګران ،ترکان ، ډاکتر او نانواي په توګه په کابل کې شتون درلود چين ته سپارل شوي دي.
دغه راز خبر ورکړشوى دى چې د چين دولت به په افغانستان کې د خپلو اتباعو د کړنو په اړه بخښنه وغواړي.
سره له دې چې تراوسه د افغانستان د حکومت هيڅ کوم رسمي مامور د چيني اتباعود نيولواو چين ته د هغو د سپارلو په اړه څه نه دي ويلي خو د افغانستان د ملي امنيت رييس احمد ضيا سراج چې څه موده مخکې په هېواد کې د امنيتي خراب حالت په اړه د څرګندولو لپاره ولسي جرګې ته بلل شوى و،تاييد کړچې يوشمېرچينايي اتباع نيول شوي دي .خو هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل او په دې ترتيب په هېواد کې د جاسوسى په تور د چينايي اتباعو نيول کېدل يقيني شول خو د چين د بهرينو چارو د وزارت وياند هوا چونينګ پرون په يوخبري غونډه کې وويل د جاسوسى په دليل په افغانستان کې د چينايي اتباعو د نيولو او ايستلو په اړه د رپوټونو په اړه بې خبره دى .
هغه خبريالانوته وويل ( تاسو ته بايد ووايم چې د چين او افغانستان اړيکې تل دوستانه دي اوپه هره برخه کې زموږ همکارى دوستانه دي اوپه عادي ډول پرمخ ځي) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د هېواد نورو بنسټونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته