روغتیا

په افغانستان کې د کرونا واکسين د تطبيق بهير پيل شو

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت وايي چې د رسنيو کارکوونکي، امنيتي او دفاعي ځواکونه او روغتيايي کارکوونکي هغه کسان دي چې لومړی د کرونا واکسين ترلاسه کوي.
د عامې روغتيا وزارت د اعلام له مخې؛ روغتيايي کارکوونکي او امنيتي او دفاعي ځواکونه د واکسين د ترلاسه کولو لپاره په لومړيتوب کې دي.
جمهوررييس محمد اشرف غني د یاد واکسين د تطبیق په مراسمو کې وويل چې کرونا ویروس په افغانستان کې په ښه ډول مديريت شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې هندوستان له افغانستان سره د کرونا ۵۰۰ زره دوزه واکسين مرسته کړې ده.
د عامې روغتيا وزارت د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ د واکسين نړيواله اتحاديه، نړيوال بانک، آسيايي پرمختيايی بانک او چين هم له افغانستان سره د کرونا واکسين مرسته کوي.
د وروستيو شمېرنو له مخې؛ په افغانستان کې تراوسه په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره ۶۴۶ او د قربانيانو شمېر ۳ زره ۵۲۴ ته رسېدلی دی.
په دغو وروستيو وختو کې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کېدو کچه راټيټه شوې ده.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته