اقتصاد

په بادغيس کې دهند دغنمو دمرستې دويشلو بهير پيل شو .

کابل باختر د چنګاښ  دريمه :
دهندوستان دغنمو دمرستې دويشلو بهير پرون په بادغيس ولايت کې پيل شو .
دبادغيس دکرنې اوبو لګولو او مالدارى  رييس عبدالعزيز  حليم يار دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې دهند دغنمو دمرستې له لس زره ټنو څخه دڅه دپاسه دوه زره  څلور سوه  ټنو دويشلو بهير يې په دغه ولايت کې اړو کسانو ته پيل شو .
ده زياته کړه چې ډير ژر به درې زره ټنه نور غنم په بشپړ  شفافيت سره دبادغيس مرکز  قلعه نو او ددغه ولايت  نورو ولسواليو کې  په اړو کسانو وويشل شي
دويش په بهير  کې دبادغيس والي ، مخورو اونورو مسوولانو ګډون درلود .
ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته