اقتصاد

په بادغيس کې د زيرې د پاکولو او د پستې د بسته بندۍ وسايل وويشل شول

٢٨- کابل/د سلواغې ١٤مه /باختر
د بادغيس د کرنې اواوبو لګولو رياست د زيرې د پاکولواو د پستې د بـسته بندۍ پنځه دستګاوې په دغه ولايت کې په پنځو تنومتشبثينو وويشلې.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د بادغيس د کرنې اواوبو لګولو رياست د نړۍ د خوړو پروګرام په مالي مرسته ٣٢زرو امريکايي ډالرو په لګښت د زيرې د پاکولودرې دستګاوې او د پستې د بسته بندۍ دوه دستګاوې په دغه ولايت کې په پنځو تنو متشبثينو وويشلې .
ويل کېږي هره دستګاه په يوساعت کې د ٥٠٠ کيلوګرامه شنې زيرې د پاکولو ظرفيت لري .
دغه راز د پستې د بسته بندى دستګاوې هم په هر شفت کې د ٢٠٠٠ کيلوګرامه پستې د بسته بندۍ ظرفيت لري .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته