ټولنه

په بادغيس کې د ملخانو ضد مبارزه پيل شوه

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د بادغيس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست نن په دغه ولايت کې د ملخانو ضد مبارزه پيل کړه.
د بادغيس د کرنې رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه مبارزه هر کال د جوند، قادس او بالامرغاب د ولسوالانو، د شوراګانو د مسوولانو او د سيمې د اوسېدونکو په ګډون ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده سږکال د دغې مبارزې په بهير کې په یادو ولسواليو کې ١٢٠ کلي د ملخانو له شتون څخه پاک شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته