امنیت

په بادغيس کې د هاوان ګولۍ دوه تنه ټپيان کړل

۳۲- کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
په بادغيس کې د يوې کورنۍ دوه غړي تېره شپه د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله ټپيان شول.
د بادغيس د ولايتي روغتون د نرسنګ مدير ډاکټر ثناالله ثابت باختر آژانس ته وويل چې يو ۱۹ کلن هلک له خپلې مور سره د بادغيس په مرکز قلعه نوښار کې هغه وخت ټپي شو چې د وسله والو طالبانو د هاوان يوه توغول شوې ګولۍ د دوى د استوګنې پر کور ولګېده.
خبرځاى زياته کړه: په دې پېښه کې د دوى کور يوڅه ويجاړ شوی او د دوى د کور وسايل له منځه تللي دي.
خبرځاى د ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله.
ختم -ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته