کابل/ د مرغومي ٣ مه / باختر:
په بادغيس کې سلګونو اړو کورنيو جامې او د کور وسايل ترلاسه کړل.
دغه کورنۍ د قادس ولسوالۍ اوسيدونکي دي چې د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله اقتصادي ستونزو سره مخ دي او مرستې ته اړتيا لري.
د بادغيس ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي بازمحمد سروري باخترآژانس ته وويل: په دې پړاو کې ٣٦٥ کورنيو شړۍ، جامې او د پخلنځي وسايل ترلاسه کړل.
دغه مرستې د يوې خصوصي مرستندويه ادارې له خوا شوي دي.
سروري وويل، په بادغيس کې له اړو کورنيو سره د مرستو بهير دوام لري.
\ ذ