ټولنه

په بادغيس کې له نږدې زرو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل / د زمري ۸مه / باختر
د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې پر نږدې زرو سېلاو ځپلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بادغيس له پېښو سره د مبارزې د تياري رياست، د نړۍ خوړو سازمان په همکارۍ له ٩٨٠ کورنيو سره چې د دغه ولايت په جوند ولسوالۍ کې د روان کال په ثور مياشت کې د سېلاوونو د راوتلو له امله یې کورونه ويجاړ شوي وو؛ د خوراکي توکو مرسته وکړه.
ويل کېږي په دې مرسته کې اوړه، غوړي، دال نخود، او بسکوېټ شته.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته