خبرونهټولنه

په بادغیس کې سلګونو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

 کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر

د حاجی محمد ابراهیم حبیب یار خیریه بنسټ د قلعه نو ښاروالۍ په همکارۍ  پرون  په  ۲۰۰ اړو کورنیو خوراکی توکي وویشل.

د قلعه نو ښاروالۍ یومسوول باختراژانس ته وویل چې په دغو مرستو کې غنم، غوړي ،دال، نخود او بوره شته  چې په  ۲۰۰ اړوکورنیو وویشل شوې.

هغه وویل چې د دغو مرستو لړۍ د بادغیس په نوروسیموکې هم دوام کوي.

د یوبل خبرله مخې، د بادغیس له طبیعی پېښو سره د مبارزې ریاست پرون په۷۰۰ اړو کورنیو خوراکی توکي وویشل .

په دغو توکو کې  اوړه، غوړي او دال نخود شته چې د معلولینو په  کډون  په۷۰۰ کورنیو چې پخوا سروې شوي وو،وویشل شول.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته