– کابل / د کب ۳ مه / باختر
په بادغیس کې د څه دپاسه ۴۰ کرنیزو پروژو کار بشپړ شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بادغیس د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د آلوورا د شنې خونې جوړول شامل دي چې په بالامرغاب، جوند، قادس او غورماچ ولسوالیوکې پلې شوې دي.
هغه وویل چې د یادو پروژو د پلي کولو ترڅنګ، د میوو او سبو د انډي کولو وسایل هم پر ښځینه کروندګرو ووېشل شول.
پای/ع
2 د یوې دقیقې څخه لږ