امنیت

په بادغیس کې پنځه ملکیان ټپیان شول

۴۱- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د بادغیس په مرکز قلعه نو کې نن غرمه د وسله والو طالبانو د هاوان ګولۍ د لګيدو له امله ۵ ملکیان ټپیان شول.
د بادغیس د ولایتي شورا یو غړي باختر آژانس ته وویل چې د دغې پېښې ټپیان هغه ملکیان دي چې د اړتیا وړ توکو د پېرودلو لپاره د دغه ولایت مرکز ته راغلي وو.
د بادغیس د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبداللطیف روستايي وویل چې د پېښې ټپیان د قلعه نو روغتون ته ولېږدول شول او روغتیايي حالت یې ښه بلل شوی دی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته