کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې سلګونو ښځو او ښوونکو د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ لاريون وکړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ لاریون کوونکو د اسلامي امارت په ملاتر شعارونه ورکړل او زیاته یې کړه چې افغاني ټولنه نور داسې کړنې نه غواړي چې د اسلامي نظام پر خلاف وي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د اسلامي امارت په ملاتړ غونډې او لاریونونه شوې دي.
ن/ر