ټولنه

په بادغیس کې یومیرمن خپل میړه په دار وځړاوه

کابل / د تلې / ۱۷ / باختر
په بادغیس کې یوه ځوانه ښځه خپل میړه په مرموزه توګه وواژه.
په بادغیس کې د طالبانو فرهنګي مسوول مولوي بازمحمد باخترآژانس ته وویل: یوه ځوانه ښځه تېره شپه د بادغیس د قلعه نو ښار په څلورمه ناحیه کې خپل ۲۶ کلن میړه په دار وځړاوه.
هغه وویل چې د دغې پېښې په اړوند د وژل شوي سړي میرمن ، نیکه او ورور د وژنې په اړوند نیول شوي دي.
د یادونې وړ دی چې مخکې د دغې میرمنې اړیکې له میړه سره یې ښې نه وې.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته