ټولنه

په باميانو او دايکنډي کې لسګونو کورنيو مرستې ترلاسه کړي

کابل/ د سلواغې ٥ / باختر:
د مهاجرينو په چارو کې د ملګروملتو سازمان عالي کميشنرۍ او د ابرار موسسې په همکارۍ په ٦٠ اړو کورنيو بار وړونکي زرنج موټرسايکلونه وويشل.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د هر بار وړونکي زرنج موټرسايکل بيه ١٣٠ زره افغانۍ ده.
د مسوولينو د څرګندونوله مخې؛ دغه کسان د “يو، ان ، اچ، سي، آر” موسسې د سروې له مخې او د ابرار موسسې په همکارۍ او د دغو ولايتونو د مهاجرينو د راستنېدونکو چارو د رياستونو له خوا انتخاب شوي دي.
د يادونې وړ د باميانو له مرکزڅخه شل کورنۍ، د يکاولنګ له ولسوالۍ او شل نورې کورنۍ له دايکنډي ولايت څخه دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته