سیاست

په باميانو کې د افغانستان د اسلامي امارت د ليکو د تصفيې کمېسيون په فعاليت پيل وکړ

کابل/ د ليندۍ١١مه / باختر:
داسلامي امارت د مجاهدينو د ليکو د تصفيي کمېسيون پرون په باميانو کې د يوې غونډې په ترڅ کې خپل فعاليت پيل کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي وويل؛ ټول مسوولين بايد خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره کړي او هرڅوک چې خپل مسووليت په سمه توګه ترسره نه کړي پوښتنه ورڅخه کېږي.
موږ بايد د اسلامي امارت په نظام کې په هيچا ظلم ونه کړو.
د باميانو د استخباراتو رياست مرستيال مولوي عبدالروف روحاني هم په دې غونډه کې وويل؛ موږ د باميانو بچيان يو او د دغې سيمې د خلکو په خدمت کې يو.زموږ هلې حلې دا دي چې د خلکو امنيت په ښه توګه تامين شي .
هغه زياته کړه موږ ټول سره وروڼه يو او لکه وروڼه ژوند کوو موږ بايد له استخباراتو سره همکاري وکړو او له دې هېواد څخه د دښمنانو لاسونه لنډ کړو.
د صفوفو د تصفيې د کمېسيون مسوول مولوي سيف الااسلام د دغه کمېسيون د اصولنامې په لوستلوسره زياته کړه له دې وروسته هيڅ پوځي نه شي کولاى په ملکي چارو کې لاسوهنه وکړي او ټول پوځيانو له ملکي ادارو څخه وځي اوپوځي قرارګاو ته لېږدول کېږي.
\ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته