خبرونهورزش

په باميانو کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ وځنډول شوې

کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر

د باميانو د بدنې روزنې او ورزش رياست مسوولينو ويلي دي چې په دغه ولايت کې د بايسکل ځغلونې سيالۍ د امنيتي ستونزو په دلیل ځنډول شوي دي.

د باميانو د بدنې روزنې او ورزش رييس اسحاق هاشمي باختر آاژانس ته وويل چې دغه سيالۍ چې ټاکل شوې وه د ( سولې لپاره بايسکل ځغلونه) ترنامه لاندې ترسره شوې وای، له کابل څخه د پلاوي د نه رسېدو او په غوربند دره کې د ناامنيو په دليل ځنډول شوې دي.

ټاکل شوې وه دغه سيالۍ څو ورځې وړاندې د ۲۰ ښځينه او ٣٠ نارينه ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې وای.

د باميانو د بدني روزنې او ورزش رياست مسوولين د دغو سياليو د ترسره کولو موخه په هېواد کې د دايمي سولې ملاتړ بولي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته