ټولنه

په باميانو کې د لبنياتو د پلورنې بازار پرانستل شو

کابل/ د سلواغې٢٢/ باختر
د باميانو ښارد ګرځندوى په يوه سيمه کې د لبنياتو د پلورنې بازار پرانستل شو.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه بازار د٧ ميليونو افغانيو په لګښت دهالند شاهي هېواد په مالي مرسته د باميانو ښار په قرغنتو کلي کې جوړ شوى دى چې ٩ دوکانونه او د ١٢ کيلو واټو په ظرفيت لمريزه برېښنا لري.
د باميانو والي سيدانور رحمتي د دغه بازار جوړېدل د سيمه ييزو توليداتو لپاره يو ښه پيل او له مالدارو او پلورونکو څخه ملاتړ وباله.
د قرغنتو کلى د ګرځندوى يوه سيمه ده چې د اميربند د ملي پارک په تګلوري کې موقعيت لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته