خبرونهښوونه او روزنه

په باميانو کې د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۲۱- کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
په باميانو کې د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د استاد عبدالعلي مزاري ښوونځی د UNCHR موسسې په مالي مرسته د څه دپاسه ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د باميانو په مرکز پورې اړوند پيتاب لغمان کلي کې جوړ شوى دى.
دغه ښوونځی ١٤ درسي خونې، د کمپيوټر خونه، د لابراتوار خونه، ٤ اداري خونې، ميز او څوکۍ، ماشومانو ته د لوبو وسايل، د څښاک اوبه او نور اړین ملحقات لري.
د دغه ښوونځي د ودانۍ په پرانیستلو کې د باميانو والي، د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير، د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان عالي کميشنر، د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د دفتر رييس، د دولتي ادارو رييسانو او د دغه ولايت يوشمېر مخورو او اوسېدونکو برخه اخستې وه.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته