ټولنه

په باميانو کې پرسلګونو بېوزلو ماشومانو د ژمنيو تودو جامو ويشل

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر:
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د باميانو پرسلګونو ماشومانوژمنۍ جامې وويشلې.
دغه ماشومان چې زياتره بې سرپرسته او د سړک پر سر کارګران وو د يونيسف مرستې ترلاسه کړې.
په باميانو کې د يونسف د دفتر يوه سيمه ييز چارواکي عارف محبي باختر آژانس ته وويل؛ په دې پړاو کې ٦٤٠ بې سرپرسته او د سړک پر سر کارګرو ماشومانو کرتۍ، پلتون، جرابې او بوټان ترلاسه کړل.
هغه وويل: په باميانو کې له يتمو ماشومانو سره د يونيسف مرستې دوام لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته