Uncategorized

په بامیانو کې د ملي راډیو ټلویزیون خپرونې له سره پيل شوې

کابل/ د مرغومي ٧ مه / باختر:
د ملي راډيو ټلوېزيون خپرونې د تېرحکومت له سقوط وروسته له ستونزو سره مخ شوى و، پرون يې بېرته خپلې خپرونې پيل کړې.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سيف الرحمن محمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د باميانو ملي راډيو ټلويزيون د شته ستونزو او لږو امکاناتو په لرلو سره سره، دغه رسنيز بنسټ په منظم او پرله پسې ډول خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، په باميانو کې به ملي راډيو ټلويزيون خپلې خپرونې د ځانګړي تقسيم اوقات له مخې پرمخ بيايي، خبريالان او کارکوونکي يې هلې ځلې کوي چې په خپل وخت له نورو رسنيو څخه د خبرونو او رپوټونو په خپرولو کې مخکي شي.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل، رسنۍ په حقيقت کې د يوه ملت د سترګو او غوږونو حيثيت لري، که رسنۍ خپل رسالت په سمه توګه سرته ورسوي، د دې خاورې خلک به د خپلې ټولنې واقعيتونه درک کړي او پرمختګ به وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته