ورزش

په بامیانو کې د وزلوبې سیالۍ تر سره شوه

کابل /دمرغومي ۲۶مه /باختر
د بامیانو د مرکز او د شاه فولادي د ټیمونو ترمنځ د وزلوبې دوستانه لوبه د سلګونو ننداره کوونکو په وړاندې پرون په بامیانو ښار کې ترسره شوه.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د دغې لوبې یو داورسلطان محمود سلطاني د باخترآژانس خبریال ته وویل دغه لوبه د اتو په وړاندې په ‍۱۲سره د بامیانو د مرکز وزلوبې د ټیم په ګټه پای ته ورسېده.
هغه د دغې لوبې د ترسره کولو هدف په مرکز کې د وزلوبې په ملي سیالیو کې د ګډون لپاره تیاری وباله او ویې ویل دغه دوستانه لوبه د ورزشکارانو د مهارتونو د پیاوړتیا او په بامیانو کې د وزلوبې د ودې لپاره ترسره شوه.
سلطاني وویل موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو او لوبغالی نه لرو او د خلکو په زراعتي ځمکه کې لوبه ترسره کوو چې دا خپله یوه لویه ستونزه ده.
سلطاني له مسوولینوغواړي چې د دغې ورزشي څانګې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته