امنیت

په بامیانو کې د يوې ښځې د سر د غوڅولو عامل په ۱۰ کاله بند محکوم شو

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
په باميانو کې د يوې ښځې د سر د غوڅولو عامل په ۱۰ کاله بند محکوم شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د باميانو د استيناف محکمې په يوه علني قضايي غونډه کې د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې د يوې ښځې د سر د غوڅولو يو عامل په ۱۰ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
د قربانۍ ښځې د کورنۍ مدافع وکيل وايي چې دغه سړى چې د مقتولې ليور دى، شپږ مياشتې مخکې په يکاولنګ ولسوالۍ کې د دغې ٣۵ کلنې ښځې سر غوڅ کړی و چې د دوو محکموله تېرولو وروسته په ۱۰ کاله بند محکوم شو.
د قضايي پلاوي رييس غوث الدين طاهري وويل چې د شاهدانو د څرګندونو او د موظف څارنوال د موندنو له مخې، دغه سړى په ۱۰ کاله بند محکوم شو.
د باميانو پوليس وايي چې د دغې ښځې مېړه د دغې وژنې د اصلي عامل په توګه تر تعقيب لاندې دی.
د باميانو د ښځو چارو رييسه وايي چې تېرکال په دغه ولايت د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ١۶٠ پيښې ثبت شوې وې، خوسږکال دغه شمېر دوه برابره شوى دى.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته