فرهنګ

په بامیانو کې د کتاب لوستلو سیالۍ تر سره شوې

بامیان /دکب۴/باختر
د کتاب لوستلو سیالۍ پرون د بامیانو په شبر ولسوالۍ کې تر سره شوې .
د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دهنري فعالیتونو د همغږۍ مدیر صفي الله احمدي وویل چې په دغو سیا لیو کې د شبر ولسوالۍ د نجونو اوهلکانو په ګډون ۳۰۰ تنو ځوانانو اوتنکیو ځوانانو برخه اخستې وه .
هغه د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د تاریخ ،فرهنګ او د لرغونو آثاروپه اړوند د بامیاني ځوانانو او تنکیو ځوانانو د پوهاوۍ د کچې لوړول او د مطالعې د فرهنګ رواجول وبلل .
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ به د بامیانو په ټولو ولسوالیو کې ترسره شي.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته