خبرونهامنیت

په بامیانو کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د بامیانو پولیسو یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره او کورنۍ ته یې وسپاره.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې؛ د بامیانو امنیه قوماندان سمونوال زبردست صافي رسنیو ته وویل چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت او د څلورمې امنیتي حوزې د آمریت ځواکونو دغه ماشوم د دغه ولایت په مرکز کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړ او کورنۍ ته يې وسپاره.
صافي زیاته کړه چې دغه ۷ میاشنی ماشوم انسان تښتوونکو درې ورځې مخکې د بامیانو له ولایتي روغتون څخه تښتولی و.
د بامیانو پولیسو له انسان تښتوونکو سره د لاس لرلو په اړوند یوه ښځه نیولې ده او د انسان تښتوونکو د نیولو لپاره د پولیسو هلې ځلې پیل شوې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته