ټولنه

په بدخشان ولايت کې دواورې داورښت له امله دمواصلاتي لارو تړل کيدل.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
په بدخشان ولايت کې دواورې د سخت اورښت له امله دولايت له مرکز سره د نهو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې شوې دي.
دبدخشان دفوايد عامې رييس انجينير عبدالغني دباختر آژانس خبريال ته وويل .
دشهدا په ولسوالۍ کې د اغرده غاښي مواصلاتي لاره چې د زيباک ،اشکاشم،واخان او دشغنان ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي دواورې دپرله پسې اورښت له امله چې پريړوالى يې يو متر او اويا له يو مترو څخه زيات دى تړل شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل : دغه راز دوردوج ولسوالۍ چې د طالبانو په لاس کې ده هم دترافيکو پرمخ تړلې ده او دنسى،مايمي،کوف آب،شکي او د خواهان دولسواليو لارې له يوې مياشتې راپه دې خوا تړلې دي او ورځنۍ اړتياوې يې دتاجکستان له تګلوري څخه دکندز دشيرخان بندر له لارې لرې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته